اسلامآباد د طالبانو د دفاع وزارت د چارواکو هغه خبرې رد کړې چې ویلي یې وو پاکستان اوربند مات کړی دی.
د «دان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت ویلي، د اوربند ماتولو خبره یوه «بېبنسته ادعا» ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د دفاع وزارت مخکې د پاکستان پوځ د سرحدي سیمو په بریدونو کې د اوربند په ماتولو تورن کړی و. د طالبانو د پوځ د لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، په وینا د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې په سرحدي سیمو کې څو ملکي وګړي وژل سوي دي.




