قاهره: د طالبانو او پاکستان اوربند د شخړو د کمېدو لپاره یو مثبت ګام دی

د مصر حکومت د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان او طالبانو ترمنځ له لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او دا یې د دواړو لورو ترمنځ د شخړو د کمېدو لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

نړیوالو رسنیو د پنجشنبې په ورځ، د حوت ۲۸مه، راپور ورکړی چې قاهرې دغه اقدام داسې بللی چې د جګړو د کمېدو د بهیر د بیا پیل لپاره مناسبه فضا برابروي.

مصر همداراز ټینګار کړی چې دا اوربند کولای سي د باور د جوړېدو لپاره مهم فرصت وي او د تلپاتې اوربند پر لور د تګ لاره هواره کړي؛ هغه اقدام چې د دې هېواد په وینا د ملکي خلکو د تلفاتو په کمېدو او د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې رول لري.

په پای کې ویل سوي چې مصر د طالبانو او اسلام‌آباد ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د سوله‌ییزو لارو او د ډیپلوماټیکو وسیلو پر کارولو ټینګار کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x