د ملګرو ملتونو سرمنشي پر کابل د پاکستان برید وغندي

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې د ملکي کسانو وژل کېدل «په کلکه» وغندل او د دې پېښې په اړه یې د خپلواکو او بې‌طرفه څېړنو غوښتنه وکړه.

فرحان حق، د ملګرو ملتونو یو ویاند، د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل: «سرمنشي د مارچ د ۱۶مې هغه هوايي برید په کلکه غندي چې په کابل کې سوی او د راپورونو له مخې پکښې ملکي کسان وژل سوي او ژوبل سوي دي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې، ناروغان، روغتیايي کارکوونکي او روغتونونه باید په هر حالت کې خوندي او درناوی یې وسي.

پاکستان د حوت په ۲۵مه په کابل کې پر ځینو هدفونو برید وکړ، چې له امله یې د کابل په ختیځ کې د معتادینو د درملنې «امید» مرکز اور واخیست او ګڼ شمېر کسان پکښې ووژل سول. پاکستان د دې کمپ د برید ادعا رد کړې ده، خو د پېښې د مسوولیت له منلو یې هم ډډه کړې ده.

خو د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) تایید کړې چې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان په دې کمپ کې وژل سوي دي، حال دا چې طالبانو د قربانیانو شمېر تر ۴۰۰ زیات ښودلی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x