پاکستان هڅه کوي چی د طالبانو مخالفین اسلام‌آباد ته راوبلي

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ شخړې زیاتې سوې، خبري سرچینې وايي چې د پاکستان حکومت یو شمېر مهمې سیاسي ډلې چې د طالبانو مخالفي دي، اسلام‌آباد ته بللي دي.

 سرچینې زیاتوي چې د سیاسي مشرانو او د طالبانو مخالفو وسله‌والو ډلو ترمنځ غونډې ترسره سوي او په دې غونډو کې د پاکستان د بلنې په اړه بحث او سلا مشورې سوې دي.

د راپورونو له مخې، شونې ده چې یوه غونډه د طالبانو د مخالفو مهمو ډلو د استازو او د پخواني حکومت د چارواکو په ګډون د کوچنی اختر وروسته په اسلام‌آباد کې ترسره سي.

تر اوسه د دې غونډې د احتمالي ګډونوالو وروستی نوملړ خپور سوی نه دی او نه د پاکستان حکومت او نه هم د طالبانو مخالفینو د دې راپورونو په اړه کوم نظر نه دی څرګند کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x