کرزی په یوې مرکې کې د اسکاینیوز سره ویلي چې پاکستان د کمزوري افغانستان په لټه کې دی او دا چلند یې د سیمې د سولې او ثبات پر ضد بللی دی.
هغه د پاکستان له مشرۍ غوښتنه وکړه چې خپلې تګلارې چې د ده په وینا په تېرو څلورو لسیزو کې ناکامه سوې دي، بدلې کړي او د افغانستان په وړاندې مدني چلند غوره کړي.
کرزی د یلدا حکیم سره په خبرو کې ټینګار وکړ: «هغه کړنې چې په تېرو څلورو لسیزو کې یي نتیجه نه ده ورکړې، په راتلونکي کې هم نتیجه نه ورکوي. راځئ چې د یوې نوې بنسټ په اساس مدني اړیکې پیل کړو.»
پخواني ولسمشر همداراز زیاته کړه چې د پاکستان حکومت د افغانستان سره د منطقي اړیکو جوړولو لپاره هیڅ رغبت نه لري او پر ځای یې، د ده په وینا، پر افغانستان د ګډوډي، کمزورتیا او بندښت جوړولو باندې تمرکز کوي.
نوموړي دغه تګلارې ناسمي بللې او ویلي یې دي چې پاکستان اوس د دې ډول کړنو بیه ورکوي؛ هغه تګلارې چې د نوموړي په وینا د افغانستان پر فشار د سختګریو د خپرولو پر اساس ولاړې وې.
کرزی په پای کې ټینګار وکړ چې افغانستان د یو با ثباته او سولهییز پاکستان غوښتونکی دی، خو اسلامآباد باید خپلو ناسمو کړنو ته دوام ورنه کړي او بیا افغانستان د دې وضعیت مسؤل وښايي.




