د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواک د عامه اړیکو څانګه
د وسلهوالو ځواکونو د پیاوړو عملیاتو لړۍ په وروستیو څو ساعتونو کې د «وعده صادق ۴» د عملیاتو د ۶۲م پړاو په ترڅ کې، د «یا علي بن موسی الرضا علیه السلام» تر شعار لاندې او هغو شهیدانو ته د ډالۍ په توګه چې د ایران د خلکو لهخوا خاورو ته سپارل کېږي، د سیمې د امریکا ټولې اډې او د صهیونیستي ځواکونو د راټولېدو ځایونه او د جګړې ملاتړي مرکزونه د «قدر»، «خیبرشکن»، «عماد» او «حاج قاسم» په نوم څو سرلرونکو توغندیو په وسیله په نښه کولو سره بشپړه سوه.
په ۶۲م پړاو کې، په عکا، حیفا، تلابیب او بئرالسبع کې ځینې مرکزونه د صهیونیستي رژیم او د امریکا د پرمختللو دفاعي سیستمونو له کمزورتیا وروسته، پرته له دې چې د خبرداري زنګونه ووهل سي، د پیاوړو توغندیو په وسیله ویجاړ سوي دي.
دوی همداراز ویلي چې د امریکا ټولې اډې په سیمه کې د درېیم ځل لپاره په پرلهپسې ډول، لکه په علي السالم، ویکتوریا، الخرج، العدید، العدیری، الظفره، الازرق، د پنځم سمندري ځواک اډه او عریفجان کې، د پیاوړو څو سرلرونکو توغندیو او کره بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه سوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د خلکو پراخ حضور په ټولنیزو او عامه ډګرونو کې، په ځانګړي ډول د کال د وروستۍ چهارشنبې په شپه، دښمنان غوسه، بېوسه او وارخطا کړي دي، او دښمن د ایرانیانو د ملي یووالي، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د ځواک، او د نړیوالو عامه نظرونو د ملاتړ تر فشار لاندې راغلی دی.
د څو داوطلبه ځواکونو هدفي وژنې پر میلیونونو نورو داوطلبه ځواکونو هېڅ اغېز نه کوي، او اراده یې د جګړې د دوام، تر بریا او د دښمن تر تسلیمېدو پورې لا پیاوړې کوي.




