متقي د طالبانو له سفیرانو غوښتنه وکړه چې د دې ډلې دریځ نړۍ ته ورسوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې متقي په یوه ویدیويي خبرو کې له خپلو سفیرانو سره د کابل د یوې مرکز د درملنې د اعتیاد په تازه برید خبرې کړې دي.
متقي د طالبانو له سفیرانو غوښتنه وکړه چې د دې ډلې دریځ نړۍ ته ورسوي

د خبرپاڼې په بنسټ امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د دې وزارت له دیپلوماتانو سره په بېلابېلو هېوادونو کې لیدنه کړې او له خپلو سفیرانو او استازو یې غوښتي چې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه د طالبانو دریځ نړیوالو بنسټونو ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه برید «د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه» بللی او پر دې یی ټینګار کړی چې د طالبانو دریځ باید په نړیواله کچه څرګند سي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په اړه د طالبانو د تګلارو او لیدلورو د تشریح کولو لپاره اړینې لارښوونې استازو ته په بهر کې ورکړل سوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې په دې برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل سوي، حال دا چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو د دې پېښې د خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x