په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ، د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د خونړي برید په غبرګون کې، د پاکستان او طالبانو تر منځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنې په خپله «ایکس» پاڼه کې لیکلي چې ملکي وګړي هېڅکله باید هدف ونه ګرځول سي او ښکېل اړخونه مکلف دي د هغوی امنیت تضمین کړي.
اروپايي ټولنې ویلي: «موږ په بیړني ډول د اوربند، د نړیوالو بشري قوانینو د بشپړ درناوي او د اړخونو د بېرته خبرو اترو ته د ستنېدو غوښتنه کوو.»




