بریتانیا د طالبانو او پاکستان څخه د خبرو میز ته د ستنېدو غوښتنه وکړه

ریچارد لندسي، د افغانستان په چارو کي د بریتانیا ځانګړی استازی، د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د طالبانو او اسلام‌آباد څخه غوښتنه وکړه چې بېرته د خبرو میز ته ستانه سي.

لندسي په خپله اعلامیه کې چې په ایکس پاڼه کې خپره سوې، وویل چې وروستي شخړې او بریدونه ددی سبب سوي چې ملکي وګړي د دې شخړو تر ټولو دروند بار وزغمي.

هغه د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه وښوده او ویی ویل:
«موږ د افغانستان او پاکستان د شخړو له امله د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي، په شمول د کابل د شپې بریدونو، له کبله ژوره اندېښنه لرو.»

د بریتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د تلفاتو د زیاتوالي او کړکېچ د پراختیا د مخنیوي لپاره، د دواړو اړخونو سمدستي بېرته خبرو ته ستنېدل او د شخړو کمول اړین دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x