د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د ریاض په کوربتوب د سیمې د امنیت په اړه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا هېواد به د چهارشنبې په ماښام (نن) د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د یو شمېر وزیرانو مشورتي غونډې کوربتوب وکړي، چې پکښې به د سیمې د امنیت او ثبات د ملاتړ لارې چارې وڅېړل سي.

دغه غونډه د امریکا-صهیونیسټي تېری کوونکې جګړې پر ضد د ایران د اقداماتو او د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو پر مهال ترسره کېږي، چې د سیمې د دښمن پر پوځي اډو تمرکز لري.

له دې وړاندې، عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د «العربي الجدید» ورځپاڼي سره په خبرو اترو کې ټينګار کړی چې د ایران بریدونه یوازې د امریکا پوځي اډې او ګټي په سیمه کې هدف ګرځوي. هغه زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې د سیمې د هېوادونو سره د برید سویو اهدافو د څېړنې لپاره کمیټه جوړه کړو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرې ترڅنګ چې احتمال لري اسراییل د عربي هېوادونو په غیرنظامي اهدافو بریدونو تر شا وي، ترڅو د دغو هېوادونو اړیکې له ایران سره خرابې کړي، ويی ویل: «تر اوسه مو په سیمې کې هېڅ غیرنظامي یا استوګنیزه سیمه هدف نه ده ګرځولې.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x