عباس عراقچي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر:
د خلکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، آن دا چې د اروپايي او امریکايي چارواکو په منځ کې هم داسې کسان شتون لري چې په ښکاره توګه مني چې د ایران پر وړاندې جګړه ناعادلانه ده. اړینه ده چې د نړیوالې ټولنې نور غړي هم له دې غږ سره یوځای سي.
د نړیوالو پایلو یوه نوې څپه راپورته سوې ده او پراخوالی به یې بې له شکه ټول خلک، پرته له دې چې شتمن وي که بېوزله، د کوم دین یا نژاد وي، تر خپل اغېز لاندې راولي. زموږ د ټولو دښمن یو دی.




