د اسلامي علماوو نړیواله ټولنه: پر کابل د پاکستان برید د اسلام له سختو منع سويو کارونو څخه ګڼل کېږي

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د پوځ له خوا په کابل کې د روږدو کسانو پر ۲۰۰۰ بستره روغتون برید، چې له امله یې سلګونه کسان وژل سوي او ټپیان سوي، یو تېری کوونکی عمل دی او د اسلام له سختو منع سويو کارونو څخه ګڼل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا عمل له لویو ګناهونو څخه ګڼل کیږي او ډېره دردوونکې دا ده چې دا پېښه د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کې رامنځته سوې ده. همدارنګه دا کړنه د نړیوالو قوانینو او منل سويو رواجونو څخه ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې د پاکستان له پوځي رژیم څخه غوښتنه کړې چې دی ډول کړنو ته د پای ټکي کېږدي او خپلو دیني، اخلاقي، انساني او د ګاونډیتوب مسؤلیتونو ته ژمن پاتې سي.

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې ویلي چې چمتو ده د شخړو په کمولو کې فعاله ونډه واخلي او د موجوده لارو له لارې د جدي خبرو اترو د بریا لپاره هڅې وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x