پشتین د پاکستان په علماوو کلکه نیوکه وکړه او ویی ویل چې دوی باید لږ تر لږه د قربانیانو، په ځانګړې توګه د روغتون د ناروغانو، د ټوتي ټوټي جسدونو د لیدو پر مهال د شرم احساس وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې مخکې مولانا طاهر محمود اشرفي، د پاکستان د علماوو د شورا مشر، د طالبانو او د پاکستان د ځواکونو جګړه په سرحدي سیمو کې «جهاد» بللی او ویلي وو چې روحانیون او د پاکستان وګړي یې ملاتړ کوي.
د تحفّظ پشتون مشر د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: «موږ د دې دردناکې پېښې پر وړاندې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ یو او نړیوالو ته د مظلومانو د غږ د رسولو لپاره به اقدامات وکړو.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د پولې په دواړو خواوو کې، هغه څه چې نوم یې «د استعماري ځواکونو ظلم» بلل سوي، په پراخه کچه روان دی.
پشتین په پای کې د «ملې پاڅون » غوښتنه وکړه ترڅو د هغه څه په وړاندې مقابله وسي چې نوم یې «دښمن» ایښی؛ څرګندونې چې د سیمې په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې د کړکېچ د زیاتېدو سبب کېدای سي.




