د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې دا برید «بې جراته » او د منلو وړ نه بللی او ویلي یې دي چې هېڅ دین، قانون او اخلاق شتون نه لري چې د یوه روغتون او ناروغانو قصدي په نښه کول توجیه کړي.
د دې وزارت په بیانیه کې راغلي چې نړیواله ټولنه باید د دې جنایتکار عمل عاملین حساب ورکوونکي وګرځوي او ډاډ ترلاسه کړي چې پر افغانستان د پاکستان له خوا د ملکي وګړو بېرحمانه نښه کول سمدستي ودریږي.
هند یو ځل بیا خپل کلک ملاتړ د افغانستان له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه اعلان کړي دي.




