خلیل‌زاد د کابل پر برید د نړیوالې غندنې غوښتنه وکړه

زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي، د کابل پر یوه روغتون د پاکستان د وروستي برید په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دا پېښه وغندي.
خلیل‌زاد د کابل پر برید د نړیوالې غندنې غوښتنه وکړه

خلیل‌زاد د ټولنیزې شبکې په ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې دا برید «وحشیانه» بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې، د تېرې شپې په برید کې چې د کابل د روږدي کسانو د درملنې پر یوه ځانګړي روغتون سوی، شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل سوي او نږدې ۲۵۰ نور ټپیان سوي دي.

دې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي او د پاکستان او طالبانو تر منځ د نښتو له زیاتېدو سره د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنې هم ډېرې کړې دي.

خلیل‌زاد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا برید په جدي توګه وغندي او د داسې پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x