د کندهار ولایت ځايي سرچینو ویلي چې د دې ولایت د تختهپل ولسوالۍ اړوند د کډوالو په اردوگاه هوایي برید سوي دي .
ځايي سرچینو په کندهار کې رسنیو ته ویلي چې دا برید د شنبې په ورځ، د سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې ترسره سوي دي.
د سرچینو په وینا د دې هوایي برید په پایله کې یو شمیر وګړي وژل سوي او ټپیان سوي، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دي څرګند سوي .
تر دې دمه طالبانو او پاکستاني چارواکو د کډوالو په اردوگاه د برید په اړه غبرګون نه دي څرګند کړي.
د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونه د تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان بېلابېلې سیمې، د کابل او نورو ولایتونو په ګډون، بمباران کړي دي.
په عین وخت کې له دې هوایي بریدونو سره، د طالبانو او پاکستاني پولهایزو ځواکونو تر منځ د پولهایزو سیمو په ځینو برخو کې نښتې هم روانې دي. دواړو خواوو ادعا کړې چې په دې نښتو کې یې یو بل ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په داسی حال کې ، طالبانو ادعا کړي چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي هم په نښه سوي دي.




