د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ آصف دراني ، د افغانستان په چارو کې ، د پاکستان پخواني ځانګړی استازی، ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اور تبادله د دواړو هېوادونو اړیکې یوې خطرناکې مرحلې ته رسولې دي که وضعیت همداسې دوام وکړي، د دواړو هېوادونو مناسبات به لا پسې کړکېچن سي.
آصف دراني د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د وروستیو نښتو د سخت والي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دواړو خواوو اړیکې یوې خطرناکې مرحلې ته رسیدلې او د کړکېچ د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې نه دي عملي سوي.
نوموړی ادعا کړي چې تحریک طالبان پاکستان (تیتیپی) د طالبانو تر نظارت لاندې پراخیږي او سره له دې چې کابل د تیتیپی او د داعش خراسان د څانګې د شتون څخه انکار کوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه د دې دریځ سره په ټکر کې دي. دراني وايي، دې انکارونو د دواړو هېوادونو تر منځ بېباوري لا پسې زیاته کړې ده.
دراني زیاته کړې چې د اسلامآباد څو ځلې پرله پسې یادداشتونه کابل ته تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی لرلای او دا وضعیت دا انګیرنه لا پیاوړی کوی چې طالبان د تیتیپی ضدپاکستاني اجنډا سره همغږي لري.
د پاکستان پخواني ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې د طالبانو او هند د اړیکو زیاتوالی د اسلامآباد لپاره ستراتیژیکه اندېښنه ده او دا د دواړو هېوادونو د اړیکو د پېچلتیا یو له مهمو عواملو څخه ګڼل کیږي.




