د طالبانو په وړاندي د پاکستان د جګړې په اړه د ټرمپ ستاینه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ، د پاکستان د هوایي بریدونه پر طالبانو «غوره» وبلل او اعلان یی وکړ چې له اسلام‌آباد سره ډېرې ښې اړیکې لري.
د طالبانو په وړاندي د پاکستان د جګړې په اړه د ټرمپ ستاینه

ټرمپ د جمعې په ورځ، د حوت په اتمه، په یوه خبري غونډه کې د پاکستان او طالبانو د شخړو او د واشنګټن احتمالي مداخلې په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې له اسلام‌آباد سره ډېرې ښې اړیکې لري.

هغه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ قوماندان جنرال عاصم منیر ستاینه وکړه او ادعا یی وکړه چې پاکستان د طالبانو د حکومت اړوند شخړو په وړاندې «غوره» عمل کوي.

هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره ډېرې ښه اړیکې لري او د دې هېواد د مشرانو درناوی کوي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «زه به مداخله وکړم، خو له پاکستان سره ډېرې ښه اړیکې لرم. دوی یو عالي لومړی وزیر، یو عالي جنرال او یو ستر مشر لري؛ دوه کسان چې زه ورته ډېر درناوی لرم. پاکستان خورا غوره فعالیت ترسره کوي.»

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ځان د دفاع پر حق باندې ټینګار کړی دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې ګڼ شمیر هېوادونو د طالبانو او پاکستان د جګړو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x