د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د پولهایزو خبرو اترو نوې دوره ترسره سوې ده.
د دې اعلامیې پر بنسټ، دغه غونډه د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پولهایزو چارواکو په هوکړي، د حوت ۶مه، ۱۴۰۴، په ګډه پوله او د هوکړي او همکارۍ په فضا کې ترسره سوه.
په کابل کې د ایران سفارت د خپره سوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې خبرو کې پر ګډ هوډ ټینګار وکړ چې د پولو امنیت وساتي، د پولي چارو ښه مدیریت وکړي او دوه اړخیزې همکارۍ پراخه کړي. دغه همکارۍ د ایران او افغانستان د اړیکو د قوي ټکو په توګه وبلل سوې.




