محسن داور: د طالبانو کنټرول لا هم د پاکستان په لاس کې دی

محسن داور، د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر، اعلان کړی چې افغان طالبان داسې ښايي چې د پاکستان له پوځ سره جګړه کوي، خو دا چلند په حقیقت کې د وګړو د دوکه کولو تګلاره ده. هغه ټینګار وکړ چې طالبان یوه نیابتي ځواکونه دي او هیڅ خپلواکه فکر نه لري، او کنټرول یې لا هم اسلام‌آباد په لاس کې دی.
محسن داور: د طالبانو کنټرول لا هم د پاکستان په لاس کې دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ محسن داور د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر، طالبان په دې تورن کړل چې د پاکستان د پوځ په وړاندې د جګړې د « ښکاره کولو» له لارې د وګړو د دوکه کولو تګلارې څاري او په حقیقت کې یي دا وضعیت د اسلام‌آباد په ګټه ګڼلی دي .

داور څرګنده کړه چې طالبان هڅه کوي داسې انګېرنه رامنځته کړي چې د پاکستان د پوځ په وړاندې ولاړ دي، خو د هغه په وینا «د پاکستان پوځ لپاره له دې لویه لاسته راوړنه نسته».

هغه طالبان د «نیابتي ځواک» په توګه وبلل او ادعا یې وکړه چې دا ډله خپلواکه فکر نه لري او کنټرول یې لا هم د اسلام‌آباد په لاس کې دی. د دې پاکستاني سیاستوال په خبره، که د پاکستان حکومت وغواړي، کولای سي هم د کابل واکمن افغان طالبان او هم د پاکستان طالبان کنټرول کړي.

داور همدا راز ادعا وکړه چې د افغان طالبانو ځینې غړي په پاکستان کې لویې شتمنۍ او ځمکې لري.

هغه په ورته وخت کې د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د وروستیو بریدونو مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا اقدامات د افغانستان د تباهي سبب کېږي. هغه زیاته کړه: «پاکستان چې مخکې هم هڅه کوله چي په افغانستان کې جمهوری حکومت ړنګ کړي، موږ له هغه ورځې راهیسې له دوی سره مخالفت کوو او له هغو کسانو سره هم چې په زور د وسلو له لارې واک ته رسیدلي مخالف یو، ځکه هغوی د خلکو رایه نه لري.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x