د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ریچارد لیندسی د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړی استازی د دې هېواد د راتلونکي لپاره د بیان د آزادۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د افغانستان په چارو کې بریتانیا ځانګړي استازي د ټولنیزې شبکې په ایکس پاڼه کې په یو پیغام کې ویلي چې په یوه آنلاین غونډه کې یې له یو شمېر مسؤلینو او د افغانستان د خپلواکو رسنیو استازو سره د هېواد دننه او بهر د رسنیو د اساسي رول په اړه خبرې اترې کړي دي.
هغه رسنۍ د افغانانو د غږ د څرګندولو لپاره اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې ګډه همکاري کولی سي د خلکو د نظرونو او غوښتنو د اورېدلو زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د واک ته د بیا رسېدو وروسته، په افغانستان کې پر رسنیو پراخه محدودیتونه او بنديزونه وضع سوي دي. د راپورونو له مخې، طالبان یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، چې د دوی د واک څلورم کال و، ۱۵ تصویري رسنۍ بندې کړې؛ هغه کال چې د افغان خبریالانو لپاره لا هم د جدي خطرونو او ننګونو لرونکی وو .
د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپور ښايي چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د رسنیو پر وړاندې د بندیزونو ، ګواښونو او تاوتریخوالي کچه د تیر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاته سوې ده. دغه مرکز په خپل کلني راپور کې په ټول افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د ۲۰۵ پېښې د تاوتریخوالي او د رسنیو د حقوقو د نقض خبرداری ورکړي دي.
همدارنګه د دې مرکز موندنې ښايي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه پنځه خبریالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېدل.
د څېړنو پر بنسټ، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د امر به معروف او نهی از منکر د وزارت د ١٧ مادې په عملي کولو سره، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول هم ممنوع اعلان کړي دي.




