لاوروف: افغانستان د بریکس د سیمه‌ییز امنیت له مهمو ننګونو څخه دی.

سرګي لاوروف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، په یوې خبرې غونډې کې د دې خبرې پر ارزښت ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت باید د بریکس د همکارۍ په چوکاټ کې وڅېړل سي او په دې هېواد او شاوخوا سیمو کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه د بریکس د سیمه‌ییز امنیت له مهمو ننګونو څخه ګڼل کیږي .
لاوروف: افغانستان د بریکس د سیمه‌ییز امنیت له مهمو ننګونو څخه دی.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاوروف له «بریکس ټي‌وی» سره په خبرو اترو کې په نړیوال نظام کې د بریکس د رول یادونه وکړه او پر دې يي ټینګار وکړ چې دا ډله باید د څو اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

لاوروف په دې خبرو اترو کي وویل چي، د بریکس د پراختیا لید او د هند د رياست د ۲۰۲۶ کال اهدافو په څېړنه کې، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه، د سرحدونو په اوږدو کې د ترهګرو فعالیتونه، د هند-پاکستان-افغانستان لارې او نورې کړکیچنې سیمې د سیمه‌ییز امنیت په اجنډا کې مهم ټکي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زياته کړه چې، مسکو په سازمان ملل کې د هند سره په فعاله توګه د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د کنوانسیون د پلي کېدو لپاره همکاري کوي. هغه وویل چې د دې کنوانسیون مسوده چمتو سوې، خو تر اوسه نړیواله اجماع پرې نه ده رامنځته سوې.

لاوروف د هند په امنیتي برخو، د انرژۍ او خوراکي امنیت، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د لومړیتوبونو یادونه وکړه او ویې ویل چې روسیه به په دې برخو کې فعاله همکاري ولري. هغه د مسکو ګډون ته د هند په راتلونکې غونډه کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې هم اشاره وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر مخکې هم د طلعت‌بیک مصادیکوف، د ګډ امنیتي تړون (CSTO) نوي عمومي منشي سره په لیدنه کې، د افغانستان پيښي او بدلونونه د دې سازمان د مخ پر وړاندي اصلي ننګونو او ګواښونو له جملې بللي و.

لاوروف ټینګار وکړ چې په منځنۍ آسیا کې امنیتي وضعیت او د افغانستان اړوند بدلونونه د ګډ امنیتي تړون د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي او د غړو هېوادونو ترمنځ دوامداره پاملرنې او همغږۍ ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x