د افغانستان د شیعه علماو شورا په خپل بیان کې د پاکستان په پلازمېنه ، اسلام آباد کې د شیعه لمونځکوونکو د مسجد (خدیجه کبری) پر وړاندې د ترهګریز برید په غبرګون کې څرګندونې وکړې، چې له امله یې تر ۳۰ زیات لمونځ کوونکي شهیدان او شاوخوا ۱۷۰ تنه ټپیان سول.
د افغانستان د شیعه علماو شورا د دې ترهګریز عمل په کلکه غندنه وکړه، د دې پېښې د شهیدانو لپاره یی د لوړو درجاتو غوښتنه او د ټپیانو لپاره یې عاجله شفا له الله جل جلاله څخه وغوښته.
دغه شورا د پاکستان د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د قربانیانو د غمجنو کورنیو، سره غم شریکي وکړه او له پاکستاني دولت څخه یې وغوښتل چې د خپلو اتباعو، په ځانګړي توګه د شیع مذهب پیروانو، د امنیت په ساتنه کې مسؤلانه او جدي اقدام وکړي. په بیانیه کې همدارنګه ټینګار سوی چې دا برید د پاکستان په شیعه مذهبي او کلتوري مرکزونو څویم ترهګریز اقدام ګڼل کېږي او تر اوسه د دې بریدونو د عاملینو د نیولو او علني محاکمې په اړه باوري راپور نه دی خپور سوي.
د افغانستان د شیعه علماو شورا په پای کې هیله څرګنده کړه چې دا ځل د دې ویرونکی جرم عاملین او هڅوونکي وپیژندل سي، ونیول سي او د علني محاکمې وروسته ورته د خپلو اعمالو سزا ورکړل سي.




