د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛د محمد سعید العیاش، د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر په کابل کې د رولف دیتر راینهارد، د افغانستان لپاره د آلمان د سفارت موقتي استازي سره لیدنه وکړه او د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا د لارو چارو په اړه یی خبرې اترې وکړې، څو د دې هېواد په ثبات او د بشري مرستو په ښه کولو کې مرسته وسي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان د وروستیو پېښو، امنیتی وضعیت، بشري اړتیاوو، اقتصادي حالاتو او سیاسي ننګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د کابل د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د ثبات د ساتنې او د بشري وضعیت د ښه والي لپاره د همکاريو او ګډو همغږیو دوام ته اړتیا ده.
همدارنګه، د اسلامي همکاریو سازمان په خپل رسمي ایکس پاڼه کې اعلان کړی چې ترسره سوې خبرې اترې د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا، د افغانانو ملاتړ او د ثبات راوستونکو بهیرونو د مرستې په تمرکز ترسره سوې دي.




