د طالبانو په مهمو وزارتونو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه

ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پنجشنبې په ورځ د جدی ۱۸م خبر ورکړ چې د طالبانو مشر د یوه فرمان له لارې د کابینې دوه وزیران بدل کړي او له دې سره یې د عامه ګټو او بهرنیو چارو په وزارتونو کې څو مهمې څوکۍ هم بدلې کړې دي.
Arag

دمعمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پنجشنبې په ورځ د جدی ۱۸م خبر ورکړ چې د طالبانو مشر د یوه فرمان له لارې د کابینې دوه وزیران بدل کړي او له دې سره یې د عامه ګټو او بهرنیو چارو په وزارتونو کې څو مهمې څوکۍ یی هم بدلې کړې دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې ملا هبت الله، د طالبانو مشر، په دې فرمان کې عبداللطیف منصور چې د برېښنا او اوبو وزیر وو، د کلیو د بیا رغونې او انکشاف وزیر ټاکلی او محمد یونس اخندزاده چې د کلیو د بیا رغونې او انکشاف وزیر وو، د برېښنا او اوبو وزیر ټاکل سوی دی.

مجاهد دا هم زیاته کړه چې عبدالباري عمر چې د برېښنا شرکت لوی مشر وو، د بهرنیو چارو وزارت د دودیزو چارو مشر ټاکل سوی او ملا عبدالحق چې د عامه ګټو د وزارت د مرستیال د وزیر همکار وو، د برېښنا شرکت لوی مشر ټاکل سوی دی.

هغه همدارنګه وویل چې محمد یونس راشد چې د ځوانانو د چارو مرستیال وزیر وو د معلوماتو او کلتور په وزارت کې، د عامه ګټو وزارت د مالي او اداري مرستیال وزیر ټاکل سوی دی.

په دې وروستیو ورځو کې، د طالبانو مشر د کابینې له بدلونونو سره یو ځای، د دې ډلې د ولایتونو مشران، د لښکري ډلو قوماندانان او د همدې ډلې د امنیتي ډلو ځینې قوماندانان هم بدل کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x