د طالبانو او عمان ټینګار د سوداګرۍ او لېږد–رالېږد د مرستو پر ډېروالي

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د عمان د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه ټليفوني خبرو کې د سوداګرۍ، د هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد–رالېږد د مرستو د پراخولو ترڅنګ، د افغانستان او عمان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړيکو پر پياوړتيا هم سلا–مشوره کړې ده.
د طالبانو او عمان ټینګار د سوداګرۍ او لېږد–رالېږد د مرستو پر ډېروالي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ حافظ ضياء احمد چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند دی، په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې مولوي اميرخان متقي د دې وزارت دچارو سرپرست، د عمان د پاچاهۍ د بهرنيو چارو له وزير بدر بن حمد آل بوسعيدي سره په ټليفوني اړيکه کې خبرې کړې دي.

د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو په دې خبرو کې د افغانستان او عمان د اړيکو ترڅنګ د سوداګرۍ، د توکو د تېرېدو او د لېږد–رالېږد د برخو د مرستو پر پراخولو هم خبرې کړي دي.

په دې خبرو کې اميرخان متقي خپل وروستی سفر عمان ته ګټور بللی او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو د استازو تګ–راتګ د بېلابېلو برخو د مرستو د ډېروالي لپاره ارزښتمن دی. هغه د عمان د بهرنيو چارو له وزير څخه هم په مناسب وخت کې کابل ته د راتګ غوښتنه کړې، او زياته کړې يې ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د لوړې کچې خبرې کولای سي د دواړو لورو لپاره ګټورې تمامې سي.

بل لور ته، د عمان د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد آل بوسعيدي هم د کابل او مسقط ترمنځ د استازو تګ–راتګ د دوه‌اړخیزو مرستو د پراخېدو لپاره ارزښتمن بللی، او ويلي يې دي چې ډېر ژر به د عمان د هوايي ګرځېدو د څار تخنيکي پلاوی کابل ته راسي. هغه همدارنګه ويلي دي چې دی هم په مناسب وخت کې کابل ته د راتګ چمتووالی لري او هيله يې ښکاره کړې ده چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مرستو د زیاتوالی لپاره لا ښې پايلې وزېږوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x