د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو د دفاع وزیر، د پاکستان د وروستیو ادعاوو په اړه ویلي چې دا تورونه «بېبنسټه، غیرمنطقي او د منلو وړ نه دي». نوموړي د الجزیره له شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو تګلاره هېڅ هېواد ته، په شمول د پاکستان یا هند، د افغانستان له خاورې د برید اجازه نه ورکوي.
مجاهد وویل، له هند سره به اړیکې د ملي ګټو په چوکاټ کې وساتل سي، او طالبانو ته دا مهمه ده چې له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړي. نوموړي زیاته کړه چې له پاکستان سره اړیکې باید د ښې ګاونډۍ، متقابل درناوي او د سوداګرۍ د پراختیا پر بنسټ جوړې سي.
د طالبانو د دفاع وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې د دوحې تړون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په ترکیه کې راتلونکی ناسته به د دغه تړون پر دقیق پلي کېدو او د دواړو لوریو د ژمنو پر څار متمرکزه وي. هغه خبرداری ورکړ چې که پاکستان تړون مات کړي، نو دا به د سولې او ثبات بهیر له خطر سره مخ کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې سوي چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د پولو ترینګلتیاوې زیاتې سوې دي. اسلاماباد ادعا کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د هند له سفر سره هممهاله، د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوستو بریدونه زیات سوي دي؛ خو طالبان دا ادعا ردوي.




