د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان خلک نور د دوی له واکمنۍ ملاتړ نه کوي. هغه دا خبرې د «جیو نیوز» ټلوېزیوني شبکې په خپرونه «نوی پاکستان» کې مطرح کړی دی، د طالبانو پر حکومت یې په بی ساری توګه نیوکه کړې، هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت نه د خلکو پر ملاتړ ولاړ دی او نه د نړیوال مشروعیت وړ دی. ترار زیاته کړه: «د طالبانو داخلي مشروعیت له پوښتنې سره مخ دی او دغه ډله اوس د سیمې د ثبات لپاره یو جدي خطر ګڼل کېږي.» هغه د تاوتریخوالي د زیاتوالي، د پولو د بېثباتۍ او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه هم خبرداری ورکړ او د دې وضعیت د مهار لپاره یې د سیمهییزو ګډو اقداماتو غوښتنه وکړه. د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د وروستیو نښتو له رامنځته کېدو وروسته، یو شمېر پاکستاني چارواکو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو طالبان «د ترهګرو ملاتړي» بللي او له دې ډلې د پاکستان له څو کلن ملاتړ څخه ژوره پښیماني څرګنده کړې ده.
- د اسلامآباد لفظی حمله پر کابل؛
عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، ویلي چې طالبان نه یوازې د کورني مشروعیت څخه بېبرخې دي، بلکې اوس د سیمې د امنیت لپاره په یوه جدي ګواښ بدل سوي دي.

- 44
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 153647
- 21 میزان 1404
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 153647
- 21 میزان 1404
- آخرین اخبار پاکستان
- تازه تازه 11:55 - 24 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=153647
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

نوررحمان اخلاقي: طالبان د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي
13:34 - 3 اسد 1405

د بدخشان د درایم ولسوالۍ پر مرکز راکټي برید
13:29 - 3 اسد 1405

د طالبانو ویاند : پاکستان دې خپلې امنیتي ستونزې پر افغانستان نه اچوي
13:19 - 3 اسد 1405

علی الزیدی ، د عراق لومړی وزیر تهران ته ورسېد
16:38 - 1 اسد 1405