د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عدیل راجه، د پاکستان پېژندل سوی خبریال، په خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ ستر درستیز دفتر د افغانستان دننه د ډرون بریدونو د ترسره کولو لپاره طرحې پر مېز لري. راجا په خپل پوسټ کې ویلي چې دا بریدونه د طالبانو د سرپرست حکومت پر وړاندې د زیات فشار راوړلو په موخه ډیزاین سوي او هدف یې د اسلامآباد له لوري د یوې پراخې پوځي لاسوهنې د توجیه لپاره زمینه برابرول دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان د استخباراتو اداره (ISI) دا طرحه په خپلواکه توګه تعقیبوي او ترڅو د بشپړ چمتووالي مرحلې پوره نه سي، پلان جوړونې به دوام ولري. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پخوا هم څو ځله د افغانستان په خاوره کې د سرحدي او هوايي بریدونو اقدام کړی وو. د پاکستاني چارواکو ادعا دا وه چې دغه بریدونه د “ترهګرو ډلو” د ځپلو لپاره ترسره سوي، خو دا کارونه تل د افغانستان د عامه افکارو او ځینو نړیوالو بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ سوي دي.
- د افغانستان او پاکستان کړکیچ
عدیل راجه، یو پاکستاني خبریال، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ستاد د افغانستان په خاوره کې د ډرون بریدونو د ترسره کولو طرحې څېړي.

- 85
- کې خپور شو 6:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 151326
- 10 میزان 1404
- کې خپور شو 6:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 151326
- 10 میزان 1404
- تازه تازه 18:35 - 10 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151326
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

نوررحمان اخلاقي: طالبان د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي
13:34 - 3 اسد 1405

د بدخشان د درایم ولسوالۍ پر مرکز راکټي برید
13:29 - 3 اسد 1405

د طالبانو ویاند : پاکستان دې خپلې امنیتي ستونزې پر افغانستان نه اچوي
13:19 - 3 اسد 1405

علی الزیدی ، د عراق لومړی وزیر تهران ته ورسېد
16:38 - 1 اسد 1405