د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سږکال هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې کلیزې په مناسبت د افغانستان څوکۍ پرلهپسې څلور کاله تشه پاتې سوه. نصیر فایق، چې په دې سازمان کې د افغانستان استازی دی، وویل د مشروع او قانوني حکومت نشتوالي افغانستان په نړیواله کچه منزوی کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې لکه د تېرو درېو کلونو په څېر، سږکال هم هېڅ استازی د هېواد له لوري د مشرانو په ناسته کې ګډون ونه کړ. له هغه وروسته چې د پخواني جمهوریت نظام ۲۰۲۱ کال اګسټ کې سقوط وکړ، د افغانستان هېڅ پلاوي د عمومي اسامبلې په اصلي غونډو کې ګډون نه دی کړی. سره له دې، ملګرو ملتونو فایق ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په استازیتوب د امنیت شورا په غونډو کې خبرې وکړي. طالبان، چې د ملګرو ملتونو له خوا لا تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندل سوي، د افغانستان څوکۍ د ترلاسه کولو په هڅو کې ناکام پاتې سوي دي. فایق د هېوادونو د لیدلورو بدلون ته په اشارې وویل: «هغه هېوادونه چې یو وخت خوشبین ول، اوس د دې ډلې په اړه د تعامل پر اصل هم شک لري.» هغه خبرداری ورکړ چې افغانستان د افراطیت او ترهګرۍ پر لور روان دی. په داسې حال کې چې افغانستان نه یوازې په لوړ کچو غونډو کې غایب دی، بلکې د کلني حق العضویت د نه ورکړې له امله د عمومي اسامبلې د رأیې ورکولو حق یې هم له لاسه ورکړی دی. ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې افغانستان د کلني حقالعضویت د نه ورکړې له امله یو ځل بیا د عمومي اسامبلې د رأیې ورکولو حق له لاسه ورکړی دی. د دې سازمان د منشور له مخې هغه هېوادونه چې له دوه کلونو زیات مالي برخه ورنه کړي، په اتومات ډول د رأیې ورکولو له حقه بېبرخې کېږي. د افغانستان کلنی حقالعضویت شاوخوا ۲۰۰ زره ډالر دی، خو په تېرو درېو کلونو کې نه دی ورکړل سوی او اوس له ۹۰۰ زره ډالرو څخه زیات سوی دی.
- په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پرلهپسې نشتوالی
د مشروع حکومت نشتوالی او مالي پورونه د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې څلورم کال هم تشه پرېښوده.
افغانستان د څلورم کال لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د مشرانو په ناسته کې حضور نه درلود؛

- 69
- کې خپور شو 3:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 149971
- 2 میزان 1404
- کې خپور شو 3:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 149971
- 2 میزان 1404
- تازه تازه 15:16 - 2 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149971
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

نوررحمان اخلاقي: طالبان د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي
13:34 - 3 اسد 1405

د بدخشان د درایم ولسوالۍ پر مرکز راکټي برید
13:29 - 3 اسد 1405

د طالبانو ویاند : پاکستان دې خپلې امنیتي ستونزې پر افغانستان نه اچوي
13:19 - 3 اسد 1405

علی الزیدی ، د عراق لومړی وزیر تهران ته ورسېد
16:38 - 1 اسد 1405