د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، او امام علي رحمان، د تاجیکستان ولسمشر، په نیویارک کې د یوې لیدنې پر مهال د سیمې پر تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د ملګرو ملتونو د خپرې سوې اعلامیې پر بنسټ، د دې خبرو اصلي موضوعات «اقلیمي بدلونونه، تروریزم او د مرکزي آسیا او افغانستان سیمهییز بدلونونه» وو. سرمنشي په دې لیدنه کې د تاجیکستان له سیمهییزو همکاریو څخه او همدارنګه د اقلیم او د طبیعي یخچالونو د ساتنې په برخه کې د تاجیکستان د مشرتابه ستاینه وکړه. ګوترش همدارنګه په مرکزي آسیا کې د سرحدي ستونزو د حل او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د تاجیکستان پر مهم رول ټینګار وکړ.
- د تروریستی او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره همکاری
د ملګرو ملتونو سرمنشي او د تاجیکستان ولسمشر په نیویارک کې د یوې لیدنې پر مهال د تروریزم او د افغانستان د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

- 68
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 149936
- 2 میزان 1404
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 149936
- 2 میزان 1404
- تازه تازه 14:05 - 2 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149936
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

نوررحمان اخلاقي: طالبان د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي
13:34 - 3 اسد 1405

د بدخشان د درایم ولسوالۍ پر مرکز راکټي برید
13:29 - 3 اسد 1405

د طالبانو ویاند : پاکستان دې خپلې امنیتي ستونزې پر افغانستان نه اچوي
13:19 - 3 اسد 1405

علی الزیدی ، د عراق لومړی وزیر تهران ته ورسېد
16:38 - 1 اسد 1405