د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت اعلان وکړ چي افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنې د ستونزې د حل په موخه د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ځمکو د وېش کمېسیون ۲۸۱۱۶ جریبه ځمکه د کډوالو د استوګنې لپاره ځانګړې کړې ده. په هغه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د جدي ۱۵مه) خپره شوه، راغلي چې دغو کمېټو د طالبانو د مشر په امر خپل فعالیتونه پیل کړي او دنده لري چې د هغو ځمکو په نښه کړي چې د اړمنو کډوالو لپاره د استوګنې لپاره جوړې شي. په هغو ولایتونو کې چې مهاجرینو ته ځمکې ځانګړې شوي دي کابل، غزني، ارزګان، فراه، کندهار، جوزجان، سمنګان، پنجشیر او بامیان دي. په هر صورت، د دې ځمکو د حق لرونکي مهاجرینو د پیژندلو لپاره د معیارونو په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

- 60
- کې خپور شو 11:20 ق.ظ
- د خبر شمیره 115953
- 17 جدی 1403
- کې خپور شو 11:20 ق.ظ
- د خبر شمیره 115953
- 17 جدی 1403
- خبرونه
- تازه تازه 12:21 - 17 جدی 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115953
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
21 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405