د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي چې د روسیې-اسلامي نړۍ د اقتصادي همکاریو په پنځلسمه غونډه (کازان فورم) کې د ګډون لپاره د روسیې تاتارستان ته تللی دی، د ایران د اسلامی جمهوریت د حلال صنایعو په نندارتون کښې چې د دغې سرمشریزې په څنډه کښې جوړ شوی وو، لیدنه وکړه. او هغه په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي، د اسلامي مذاهبو د شورا له عمومي منشي، په کازان کې د ایران له قونسلګرۍ او همدارنګه د یو شمېر کورنیو شرکتونو له استازو سره په کتنه کې یې ګډون وکړ. په دې کتنه کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د ایران- افغانستان- منځنۍ اسیا د چابهار بندر لاره د دغو هېوادونو د مالونو د لېږد رالېږد تر ټولو نږدې لاره وبلله او له دې لارې يې د مالونو د دايمي لېږد رالېږد د زمينې برابرولو او د شته زيربناوو د پياوړتيا غوښتنه وکړه. نورالدین عزیزي وویل چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له ایران سره نږدې اړیکې درلود او وویل چی افغانستان هڅه کوي د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه له لسو میلیاردو ډالرو څخه زیاته کړي.

- 63
- کې خپور شو 2:47 ب.ظ
- د خبر شمیره 8686
- 29 ثور 1403
- کې خپور شو 2:47 ب.ظ
- د خبر شمیره 8686
- 29 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 14:47 - 29 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8686
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



