د معمار پرس د خبر له مخې، په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ له وزیر صدراعظم عثماني سره وکتل. د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د جاپان د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. جاپان لا دمخه د کرنې او کانونو په سکتورونو او افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی. که څه هم جاپان د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د هغو لسو هېوادونو په لېست کې دی، چې له کابل سره یې تر ټولو ډېر تعامل او همکاري کړې ده.

- 58
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8591
- 23 ثور 1403
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8591
- 23 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 14:10 - 23 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8591
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



