د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات والي نور احمد اسلامجار په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګولدیف سره وکتل. د دغه خبرپاڼې دڅرګندونو له مخې: د قزاقستان سفير له اسلامجار سره په هرات ولايت کې وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اسانتیاوو پر زیاتوالي خبرې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په قزاقستان کې سوداګرۍ د نوې لارې د رامنځته کولو په هدف د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي. له بلې خوا د طالبانو حکومت هم اعلان کړی چې د قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو ته به خپل درې سفیران واستوي. تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. خو د سیمې د هېوادونو او طالبانو ترمنځ سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې روانې دي.

- 42
- کې خپور شو 7:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 8341
- 27 حمل 1403
- کې خپور شو 7:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 8341
- 27 حمل 1403
- خبرونه
- تازه تازه 19:02 - 27 حمل 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8341
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها