د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی چې عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ د عزیزي شرکتونو د ډلې له مشر میرویس عزیزي سره په افغانستان کې د لس زره مېګاواټه برېښنا تولید د طرحې د پرمختګ په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د معلوماتو له مخې، د عزیزي انرژۍ شرکت د دې پروژې اړین وسایل برابر کړي او ټاکل سوې چې افغانستان ته د دغو وسایلو د لېږد بهیر ډېر ژر پیل سي.
په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل سوي چې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د یوه لوی ځانګړي روغتون جوړول به هم په نږدې راتلونکي کې پیل سي.
طالبانو زیاته کړې چې د دواړو لورو تخنیکي کمېټې د دې پروژو د عملي کېدو ارزونې بشپړې کړې دي او د لمریزې برېښنا د تولید د درېیو پروژو لپاره د برېښنا د پېرلو تړونونه هم لاسلیک سوي دي.
د طالبانو په وینا، دغه چارې په هېواد کې د انرژۍ د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د زیاتولو د هڅو یوه برخه ده.




