د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د نړیوالو بنسټونو له خوا د خپرو سویو مالي شمېرو او د طالبانو د رسمي معلوماتو ارزونه ښايي چې دې ډلې د ۱۴۰۰ کال د اسد له میاشتې (د ۲۰۲۱ کال اګست) راهیسې تر اوسه، د مالیو، ګمرکي عوایدو او د کانونو د استخراج له لارې شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالر کورني عواید ترلاسه کړي دي.
د دې ارزونې له مخې، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې تر پایه د طالبانو ټول کورني عواید شاوخوا ۱۳.۷ میلیارده ډالر ته رسېدلي دي، او د ۲۰۲۶ کال د جون او جولای میاشتو د عوایدو په حسابولو سره دا شمېره نږدې ۱۴ میلیارده ډالرو ته لوړېږي.
موجود معلومات ښايي چې د طالبانو کورني عواید په تېرو پنځو کلونو کې د زیاتوالي په حال کې وو؛ په داسې ډول چې دغه عواید د ۲۰۲۱ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې له شاوخوا ۴۲۰ میلیونه ډالرو څخه، په ۲۰۲۲ کال کې ۲.۲ میلیارده ډالرو، په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۷ میلیارده ډالرو او په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
همدارنګه اټکل سوی چې د طالبانو کورني عواید په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴ میلیارده ډالر وو، چې واک ته د دې ډلې له بیا رسېدو وروسته تر ټولو لوړه ثبت سوې شمېره بلل کېږي. د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې هم شاوخوا ۹۴۰ میلیونه ډالر عواید ثبت سوي دي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت مالیاتي او ګمرکي جوړښتونه وساتل او په ورته وخت کې یې د سرو زرو، ډبروسکرو، مسو، اوسپنې او نورو کانیزو توکو د استخراج لپاره د ګڼو تړونونو په لاسلیکولو سره، د کورنیو عوایدو پر زیاتولو تمرکز کړی دی.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو ویلي دي چې نړیوالې ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان ته شاوخوا ۱۶ میلیارده ډالر بشري مرستې ځانګړې کړې دي. دغه مرستې د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو له لارې وېشل سوي او د طالبانو د حکومت بودجې ته نه دي داخلې سوي.
د طالبانو رسمي شمېرې هم ښايي چې د دې ډلې د کلنۍ بودجې شاوخوا ۵۱ سلنه برخه پوځي او امنیتي برخو ته ځانګړې سوې ده، په داسې حال کې چې د عمراني او پراختیايي برخو ونډه د ټولې بودجې له ۱۰ سلنې څخه کمه ده.
سره له دې چې کورني عواید زیات سوي او نړیوالې مرستې هم دوام لري، په افغانستان کې د خلکو د ژوند وضعیت لا هم د پام وړ ښه والی نه لري. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو کسانو شمېر له ۲۷ میلیونو څخه شاوخوا ۲۹ میلیونو کسانو ته لوړ سوی دی.




