د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستو له ۷۰ څخه د ډېرو کانټینرونو داخلېدل

په تورخم لارې کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستو له ۷۰ څخه ډېر کانټینرونه د دې بندر له لارې افغانستان ته داخل سوي دي. د سرچینو په وینا، د ۱۳ نورو باروړونکو موټرو د ګمرکي چارو بهیر هم روان دی، او ټاکل سوې چې په ټولیز ډول د خوړو د مرستو زر کانټینرونه د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول سي.
د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستو له ۷۰ څخه د ډېرو کانټینرونو داخلېدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په تورخم کې سیمه‌ييزو سرچینو ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستو ۷۳ کانټینرونه افغانستان ته داخل سوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، د ۱۳ نورو باروړونکو موټرو د ګمرکي چارو بهیر هم دوام لري، او ټاکل سوې چې په ټولیز ډول د خوړو د مرستو زر کانټینرونه د همدې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول سي.

دغه مرستې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو، په ځانګړي ډول د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) او یو شمېر نورو بشري مرستندویو ادارو له لوري د افغانستان اړمنو وګړو ته لېږل کېږي.

سرچینې وایي چې د پاکستان حکومت او د طالبانو ادارې افغانستان ته د خوړو د مرستو د زر باروړونکو موټرو د لېږد په اړه هوکړه کړې ده، او د دغو بارونو لېږد د سرطان له ۲۳مې نېټې څخه پیل سوی دی. په لومړۍ ورځ د بشري مرستو ۲۶ کانټینرونه د تورخم له لارې افغانستان ته داخل سول.

دغه لېږدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي لارې د ۱۴۰۴ کال د میزان له ۱۲مې نېټې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله تړلې پاتې دي.

ټاکل سوې ده چې د ملګرو ملتونو مرستې د افغانستان په زیان‌منو سیمو، په ځانګړي ډول د کونړ، ننګرهار او شاوخوا سیمو کې، پر اړمنو کورنیو ووېشل سي.

راپورونه ښايي چې په دغو بارونو کې د هغو ماشومانو او میندو لپاره ځانګړي خوراکي توکي شامل دي چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، همدارنګه د خوړو بشپړوونکي مواد، نباتي غوړي او پیاوړي بسکټونه هم پکښې شامل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x