د بلومبرګ خبري اژانس خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د امریکا د جګړې پارونې له امله به په نړۍ کې د انرژۍ سخت بحران دوام ومومي.
د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد جګړې له دوام وروسته، او د ایران له لوري د خپل ځواک د وسایلو لکه د هرمز تنګي او پوځي ځواک له کارولو سره، بلومبرګ امریکایي خبري اژانس راپور ورکړی چې د نړۍ د نفتو بازارونه د تصفیې کارخانو او سوداګرو له سختې سیالۍ سره مخ دي، څو په بازار کې موجود نفت د سمدستي سپارلو لپاره وپېري، په داسې حال کې چې په سیمه کې د جګړې له امله عرضه کمه سوې ده.
بلومبرګ روښانه کړې ده چي د خامو تېلو د بارونو د سمدستي سپارلو بيې بېساري کچې ته رسېدلې دي، په داسې حال کي چي د راتلونکو تړونونو بازار تر يوه بريده ټيټ پاته سوی دی.
دې امريکايي رسنۍ زياته کړې ده چي د شمالي سمندر د تېلو په بازار، يا برېنټ تېلو کي، چي د نړۍ تر ټولو لوی د تېلو بازار دی، سوداګرو تېره اوونۍ د بارونو د رانيولو څلوېښت وړانديزونه وکړل، خو د بازار د موجودو تېلو د کموالي له امله يوازي څلور وړانديزونه ومنل سول، او هغه بارونه چي ټاکل سوې وو په راتلونکو اوونيو کي وسپارل سي، هر بېرل په څه باندې ۱۴۰ ډالرو وپلورل سوو.
د بلومبرګ د راپور له مخې، په بېلابېلو هېوادونو کې د نفتو سوداګرو او تصفیې کارخانو له خوا د موجودو نفتو د پېرلو بېړه ښايي چې د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د جګړې له پیل وروسته، د هرمز تنګي له لارې د عرضې د کمېدو له امله د نفتو بازار له سخت کمښت سره مخ سوي دي.




