کرن ډیکر: د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي

کرن دیکر: محدودیت‌های طالبان علیه زنان، آینده افغانستان را به خطر می‌اندازد

د معماري پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او په ټولنه کې د ونډې په برخه کې سخت محدودیتونه یې د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ وباله. مېرمن ډیکر د ښوونې او روزنې نړیوالې اونۍ ته په اشارې سره، د ټولو لپاره، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره زده کړو ته د مساوي لاسرسي په اهمیت ټینګار وکړ. هغه په ​​ډاګه کړه، چې د افغانستان د نیمايي وګړو له زده کړو بې برخې کول نه یوازې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان راتلونکې هم له ګواښ سره مخ کوي. په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د هرې ټولنې په پرمختګ کې د ښځو پر حیاتي رول د ټینګار ترڅنګ وویل چې افغانستان د ښځو له فعالې ونډې پرته د دوامدارې پراختیا موخې نشي ترلاسه کولای.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط