د معماري پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او په ټولنه کې د ونډې په برخه کې سخت محدودیتونه یې د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ وباله. مېرمن ډیکر د ښوونې او روزنې نړیوالې اونۍ ته په اشارې سره، د ټولو لپاره، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره زده کړو ته د مساوي لاسرسي په اهمیت ټینګار وکړ. هغه په ډاګه کړه، چې د افغانستان د نیمايي وګړو له زده کړو بې برخې کول نه یوازې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان راتلونکې هم له ګواښ سره مخ کوي. په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د هرې ټولنې په پرمختګ کې د ښځو پر حیاتي رول د ټینګار ترڅنګ وویل چې افغانستان د ښځو له فعالې ونډې پرته د دوامدارې پراختیا موخې نشي ترلاسه کولای.

- 68
- منتشرشده در 17:10
- شماره خبر 110080
- 1 قوس 1403
- منتشرشده در 17:10
- شماره خبر 110080
- 1 قوس 1403
- آخرین ویرایش 1 قوس 1403 - 22:55
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=110080
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اخبار مرتبط

طالبان برای مهار قاچاق حیاتوحش اقدام کردند
12 میزان 1405 - 21:33

انفجار در معدن زغالسنگ چین ۹۰ کشته برجا گذاشت
2 جوزا 1405 - 12:55

صاعقه در بنگلادش جان ۱۴ تن را گرفت
7 ثور 1405 - 18:02

سقوط هواپیما نظامی در بولیویا 45 کشته و زخمی برجای گذاشت
9 حوت 1404 - 08:30