د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه اعلان وکړ چي د طالبانو “غیر اسلامي او غیر انساني” سیاستونو دا هیواد “بشپړ تیاره” ته اړولی او افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ یو مشروع نظام ته اړتیا لري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په دوام وویل چې د طالبانو سیاستونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د تعلیم او کار له حق څخه بې برخې کول نه یوازې له اسلامي او بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې دا د افغانانو له راتلونکي سره مستقیمه دښمني ګڼل کیږي. د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو کړنې به افغانستان د فقر، دایمي انحصار او بدبختۍ لور ته بوځي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112664
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112664
منتشر شده در 5:39 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email