د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغان مهاجرینو لپاره د الکترونیکي تذکرو د ویش د دریو مرکزونو د جوړولو کار روان دی. هغه زیاته کړه، دغه مرکزونه به ډېر ژر د ایراني چارواکو او په تهران کې د افغانستان سفارت په همکارۍ فعال شي. د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې ویاند نن (سه شنبه د قوس ۲۰مه) وویل چې د دغو مرکزونو د کارکوونکو د استخدام بهیر ډیر ژر به بشپړ کیږي او ډېر ژر به د دغو مرکزونو ځاي معلومه شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112587
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112587
منتشر شده در 1:37 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email