د طالبانو له واکمنۍ درې کاله تېر شول او اوس زموږ خلک له ډېرو ننګونو سره مخ دي. د ښځو لپاره د زده کړې له ممانعت څخه نیولې د افغانستان پراخې بې وزلۍ او انزوا ته. که څه هم د جمهوریت په دوره کې ډېرې نیمګړتیاوې وې، خو په سیاسي چارو کې د خلکو ګډون او له مشروع او قانوني ازادیو څخه برخمن کېدل د پام وړ وو. تر طالبانو مخکې خلکو او رسنیو کولای شوای چې په ازاده توګه د حکومت پر مسلو تبصرې وکړي او له ویرې پرته خپلې غوښتنې مطرح کړي خو د طالبانو په اداره کې څوک د کمزورۍ او ستونزو په اړه خبرې نهشی کولاي. په جمهوریت کې د مناسبو شرایطو له امله اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه وده وکړه خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پام وړ کمښت راغلی، چې له امله یې ډېری افغانان د بشپړې بې وزلۍ په پوله کې ژوند کوي او د خپلو اړینو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. له طالبانو مخکې په هېواد کې ټولنيزې ازادۍ موجودې وې، چې خلکو په اسانۍ او ازاده توګه په بېلابېلو چارو کې لاسوهنه کوله، خو له طالبانو وروسته له سختو بنديزونو سره مخ شول. دې ته په پام سره چې په افغانستان کې پخوانی حکومت د خلکو د رایو یا درغلۍ له لارې واک ته ورسېد او که نه، په افغانستان کې ډیموکراسي او رایه وه او د ولسمشر او د پارلمان د غړو په ټاکلو کې يې رول درلود، خو د طالبانو په حکومت کې خلکو نه یوازې دا چې د حکومت د مشرانو په ټاکلو کې ونډه نه درلوده، بلکې د اعتراض او نیوکې حق یې هم نه لري. يعنې طالبانو خپله واکمني پر خلکو تپلې ده او دموکراسي او د خلکو رايې په «اسلامي امارت» کې ځای نه لري. پخوانی حکومت د نورو هېوادونو او نړیوالو موسسو په منځ کې رسميت درلود او تر اوسه ډېری ادارې او سفارتونه د پخوانیو کارکوونکو په واک کې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او طالبان هم نه دي توانېدلي چې د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي. سربیره پر دې د افغانستان خلک د طالبانو له ډلې څخه راضي نه دي. له همدې امله طالبان نه کورنی منلی او نه هم نړیوال رسمیت لری. د طالبانو په حکومت کې ښځې له بې ساري محدودیتونو او محرومیتونو سره مخ دي. زموږ د هېواد ښځې د زده کړې او کار حق نه لري؛ او له هغو اساسي حقوقو څخه چې د ښځو لپاره موجود دي، بې برخې شوي دي. په تيرو وختونو کې ښځې په بيلابيلو برخو کې شتون درلود او رول يې لوبولى شواي. ښځې او نجونې په علمي، سیاسي او کلتوري فعالیتونو بوختې وې او حتی وزیر او د هغوی استازو په حکومت کې کار کاوه. که څه هم طالبان په ځينو مواردو کې نسبي برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو په بېلابېلو دولتي برخو کې ډېرې نيمګړتياوې لري چې تر اوسه يې د هواري لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی او د وضعيت د ښه کېدو هوډ نه لري. د طالبانو واکمني د خلکو په خوښه نه ده او نه هم خلک ورسره دي. له همدې امله د خلکو او طالبانو تر منځ یو ډول ژور واټن شتون لري، چې په پایله کې زموږ د خلکو او طالبانو تر منځ یو ډول بې اتفاقي رامنځته شوي دي چې دوی له یو بل څخه لرې ساتي او د ملګرتیا او تعامل خنډ ګرځي. نو طالبان باید دې نتیجې ته رسیدلي وي چې یواړخیزتوب او پر افغان ولس د دې ډلې د غوښتنو تحمیل کول به نه یوازې ستونزې هواري نهکړي، بلکه دا وضعیت ورځ په ورځ پیچلی کوي. دوی باید د خلکو حقونو او د هغوی د انتخاب درناوی وکړي او په مختلفو برخو کې د خلکو د ونډې لپاره بنسټ برابر کړي؛ تر څو افغانستان له انزوا څخه وژغورل شي او خلک د ثبات او تلپاتې سولې خاوندان شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10118
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 10118
منتشر شده در 5:27 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email