د معمار پرس د خبر له مخې: په یوه مهم نړیوال خبر کې چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو موافقه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې او په دغه هېواد او سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شي. دا مهمه موافقه د ایران په مشهد ښار کې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په
د معمار پرس د خبر له مخې؛ خبري سرچینو خبر ورکړی، چې په کندهار کې د طالبانو د مشر له وروستي حکم وروسته په طبي موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه بېړنۍ غونډه جوړه شوه. د طالبانو یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ «د قوس ۱۴مه» اعلان وکړ چې د طالبانو مشر له کابل څخه
د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول له خوا د مارشل حکومت له اعلان او له اپوزیشن سره د سیاسي کړکېچ د زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد د کابینې ټولو غړو په ډله ییزه توګه د استعفا پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه د اوسني سیاسي کړکېچ او د حکومت او مخالفینو ترمنځ د متقابلو تورونو په غبرګون کې شوې
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په دې اړه وویل: د طالبانو د سرپرست حکومت په مشرۍ افغانستان غواړي چې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره پراخې اړیکې جوړې کړي. طالبان هیله من دي چې د افغانستان او نورو هېوادونو
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د سه شنبې په ورځ وکړه چي د حکومت ضد مظاهرو کې د افغان مهاجرینو د ګډون په اړه د پاکستاني چارواکو دریځ له هغوی سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی زیاتوي. حنیف اتمر زیاته کړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د مهاجرینو
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د اورګاډي له لارې یو سوداګریز بار مستقیم له چین څخه بلخ ولایت ته رسېدلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (شنبه د قوس ۳مه) په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د مالونو دغه لویه بار په ۵۵ کانټینرونو کې له چین
ملګرو ملتونو د پرله پسې څلورم کال لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړه. طالبانو د افغانستان د نوي واکمنان په توګه د ځان د پیژندلو لپاره پراخې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي. خو ملګرو ملتونو په وار وار د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې چې د افغانستان د استازي څوکۍ ته یې
دا خبره د ایران د خراسان رضوي ولایت د مشهد د فردوسي پوهنتون رئیس وکړه چی هغه افغان محصلین چې په دې پوهنتون کې زده کړې کوي ډېر هوښیار دي او د دغه پوهنتون تر ټولو غوره نړیوال محصلین دي.
د طالبانو حکومت اعلان کړی چی د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (شنبه) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر جاوشینګ او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې د چین ځانګړي استازي وویل، هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال ویلي دي چې افغانستان د ستر او تاریخي بدلون په درشل کې دی او روښانه راتلونکې ورته انتظار دی. د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي چې د افغانستان د پیاوړي کیدو لپاره باید ټول خلک سره متحد شي او د هیواد خپلواکي باید وساتل