د معمار پرس د خبر له مخې؛ نصیر احمد اندیشه نن، چهارشنبه، د سرطان په ۱۸مه، د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې وویل چې د طالبانو د مشرانو د نیولو امر د دې ډلې د پالیسیو نړیواله غندنه پیاوړې کوي.
افغان ډیپلومات زیاته کړه چې دا اقدام د افغانستان د بشري حقونو فعالینو ته د عدالت د تعقیب لپاره ډیر ځواک ورکوي.
د دې پریکړې په ځواب کې، طالبانو اعلان وکړ چې دوی د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پیژني او پریکړې یې باطلې ګڼي.