د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د ملي احصایې او معلوماتو دفتر د نفوسو د ثبت خدماتو ریاست د یکشنبې په ورځ، د اسد په ۱۲مه، ۱۴۰۴ راپور ورکړ چې د روان کال په سرطان کې یې په بهر کې میشتو ۴۰۴۶ افغان اتباعو ته په غیابي ډول د تابعیت تذکرې خدمات وړاندې کړي دي.
په دې خدماتو کې د ۱،۱۵۱ نویو کاغذي تذکرو ویش، ۳۶۰ المثني تذکرې، او ۲۵۳۵ کسانو ته د تذکرې اصلاحي خدمات وړاندې کول شامل دي.