د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی د ښوونځیو له بند پاتې کېدو او پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګندوي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو دغه چارواکی وايي چې د تېر کال له زمري میاشتې وروسته د امنیت له ښه والي سره سره، افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو انساني حقونو بې برخې دي.
یوناما وایي چې په کور کې د ښځو او نجونو له بندولو سره دغه هېواد پرمختګ نه شي کولای.
د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی زده کړه د یوې ټولنې د ټولو وګړو بنسټیز حق او د پرمختګ کیلۍ ګڼي.
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ په راپور کې د نجونو د متوسطو او لېسو نه پرانېستنه او پر ښځو د محدودیتونو لګول کېدل د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو د نقضولو تر ټولو مهمې برخې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوټزل څرګندوي:«د نجونو زده کړې یو له هغو موضوعګانو ده چې، یوناما یې په اړه خپل لید لوری د دغه هېواد له چارواکو سره شریکې کړې دي. د ژوند په ټولو چارو کې د نجونو او ښځو مشارکت د افغانستان لپاره ډېر مهم دي او د نجونو او ښځو محدودول به دوی له خپلو اساسی بشري حقونو محروموي.»
بلخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د بشري حقونو د برخې رییسه فیونا فرازر وايي:«د هرې پرمختللې ټولنې لپاره په عمومي ژوند کې د نجونو او ښځو زده کړې او هغو ته د ونډې ورکړه ډېرې مهمې دي. ښځو ته د کار د اجازې نه ورکړه، افغانستان به د مشارکت له اړخه له ډېرو ګټو محروم کړي. زده کړه د ټولو لپاره، د بشر تر ټولو اساسي حق دی. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخنیوی په دې مانا دی چې، د نجونو یو نسل به د لومړنیو ۱۲ کلو زده کړې بشپړې نه کړي.»
زده کوونکې زرعونه ابراهیمي وايي:«د اسلامي امارت له چارواکو غواړو چې د نجونو ښوونځي پرانیزي چې نجونې د سیاستونو قرباني نه شي.»
د یوناما په دې راپور کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او د استخباراتو د کړنو په تړاو هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې، دغو دوو بنسټونو د افغانانو بنسټیزې ازادۍ محدودې کړې دي.
د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ډېری سپارښتنې د افغانانو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو بشري حقونه او ازادۍ محدودې کړې دي. سره له دې چې، ویل کېږي دغه سپارښتنې توصیه یي بنه لري؛ خو په ځینو حالاتو کې حاکم چارواکو په اړه یې تُند دریځ نیولی دی.»
د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز څرګندوي:«که چېرې واقعاً د بشري حقونو پر ازښتونو باور لري، د ښځو ونډې ته باوري دي او د افغانستان د ښځو مسله ورته یوه جدي او حساسه مسله ده باید یو عملي اقدام وکړي او یو عملي پرېکړه وکړي او جدي بندیزونه ولګوي.»
سره له دې چې، د نجونو د متوسطو او لېسو نه پرانیستنې جدي نیوکې راپارولي؛ خو د اسلامي امارت ویندویان دغه پرېکړه د اسلامي امارت رهبر پورې تړلې ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«هغه اعلامیه چې د پوهنې وزارت او د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا په دې هکله خپره شوې ده په هغه کې وضاحت ورکړل شوی دی؛ ټول باید پر هغه بسنه وکړي.»
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له نه پرانېستنې ۳۰۹ ورځې تېرېږي؛ خو د اسلامي امارت رهبر لا تر اوسه په بیلابیلو غونډو او بیانیو کې د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې په تړاو هېڅ څه نه دي ویلي.