د معمار د خبر له مخې؛ سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د بګرامیو او الوخیلو ترمنځ، د امنیت له پروژې څخه تر قلعه زمان خان عمومي سړک پورې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د دغه سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یاد سړک د ۷۳۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره پراخوالي سره، د یاد سړک د لومړۍ طبقې د قیر کولو چارې به د هوا د ښه والي په صورت کې د راتلونکو ۱۰ ورځو په موده کې بشپړې شي.
دغه سړک د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ډیزاین سره برابر، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په اساسي توګه جوړیږي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه ویلي، چې د دغه سړک په اوږدو کې یو شمېر کورونه او ملکیتونه پراته ؤ، چې څه موده وړاندې یې استملاکي چارې بشپړه شوې وې