د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ملګرو ملتونو کې د دې ډلې استازي ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارل د افغانانو پر حقونو ظلم بللی دی. د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، که دا څوکۍ د افغانستان رښتیني استازي ته وسپارل شي، دغه استازی کولای شي مسوولانه عمل وکړي او د افغانانو له حقونو دفاع وکړي. طالبانو تر دې مخکې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه نومولی و.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10572
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10572
منتشر شده در 3:54 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email